د کندهار اوسېدونکو په افغانستان کي روان ناورين او بېګناه وژنې نور له زغم وتلې وبللې. دوی د یوې پراخې غونډې پر مهال وویل، چې د افغانستان اوسنی سیاسي او امنیتي وضعیت بحراني دی. د کندهار د ولایتي شورا رییس حاجي سيد جان خاکريزوال وويل، څلوېښت کاله کيږي په هېواد کي په يو او بل نامه هره ورځ بېګنا هېوادوال وژل کېږي، چې نور دا حالت هېڅ افغان ته د منلو نه دی. نوموړي وویل د دې ټولو بدبختيو څخه د خلاصون لار سوله ده او د ټولو هېوادوالو څخه يې وغوښتل، چې د حقیقي سولې لپاره لاسونه سره ورکړي ترڅو ټول له روانو بدبختو څخه وژغورل شي. ديني عالمانو، قومي مشرانو او ښځو د جنګ له ښکېلو اړخونو غوښتنه وکړه، چې نور په هېواد کي د وينې تويدو مخه ونيسي او د دايمي سولې لپاره بين الافغاني مذاکرات پيل کړي. ددې غونډې د پرېکړه لیک په يوه برخه کې د سولې په تړاو د نړيوالې ټولنې د هڅو د ستاينې ترڅنګ پر دايمي اوربند ټېنګار شوی او غوښتنه شوې، چې د سولې په وړاندې دې څوک خنډ نه جوړوي.





























