د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د پلویانو لاریون د یوې شپږ مادیز پرېکړه لیک په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد. د دغه ټاکنیزې ډلې سلګونو پلویانو نن د کابل ښار له څو برخو څخه لاریون پيل کړ او تر غرمې وروسته پای ته ورسېد. یادو کسانو ویل، د لاریون هدف یې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې او تر هغه وروسته د شوو درغلیو په اړه غږ پورته کول دي. د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې په پرېکړه لیک کې راغلي، چې د افغانستان خلک دا ځل اجازه نه ورکوي چې په درغلیو راغلی دولت د هغوی پر برخلیک حاکم شي او وايي، د ټاکنو کمېسیون هم باید د ټاکنو په قانون، طرزالعملونو او لوایحو باندې عمل وکړي او د یو ځانګړي ټاکنیز ټکټ پر ځای د افغانستان د خلکو غږ واري. لاریون کوونکو له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د روان کړکېچن وضعیت په درک کولو سره قانوني لور ته د ټاکنو بهیر په برخه کې مرسته وکړي.





























