طالبانو رویټرز خبرې اژانس ته، ویلي دوی چمتو دي، چې له امریکا سره د سولې خبرې له هغه ځایه بیا پیل کړي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوې اړخیزې پریکړې په پایله کې په تېرې سپټمبر میاشت کې بې پایلې پای ته رسولې وې. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره شپه بګرام هوايي ډګر ته له رسېدو وروسته وویل، چې امریکايي چارواکو له طالبانو سره خبرې بېرته پیل کړي دي. ټرمپ وویل، چې وسله والو طالبانو د اوربند ټینګیدو ته لیوالتیا ښودلې ده. طالبانو ویلي دوی به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په اړه خپل رسمي دریځ اعلان کړي.





























