په کابل کې د اروپايي ټولنې استازي د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو پر ځنډ اندېښنه ښودلې ده. د اروپايي ټولنې استازي پیري مایدون ویلي، چې نړیواله ټولنه دې ته په تمه ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسشمریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي. نوموړي ټینګار کړی چې د ټاکنو د پایلو په اعلان کې ورځ تر بلې ځنډ رامنځته کېدل په افغانستان کې ولسواکۍ ته لا زیاتې ستونزې جوړوي. بلخوا پر ټاکنو څارونکي بنسټونه د ټاکنو کمېسیون د پرېکړو پر سر د دغه کمېسیون د غړو تر منځ اختلافونه او د ټاکنیزو تګلارو په عملي کولو کې د هغوی تر منځ نه همغږي اندېښمنوونکې بولي.





























