په هلمند کې د سړک غاړې ماین چاودنې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د راپورونو له مخې نن سهار مهال د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان د ماین چاودنه شوې ده. د هلمند د والي ویاند هم له رسنیو سره په خبرو کې دغه پېښه تایید کړې ده. عمر ځواک وايي، چاودنه په مارجې ولسوالۍ کې شوې ده چې له امله یې د سرحدي لوا قومندان جنرال ظاهرګل مقبل وژل شوی او درې سرتېري ټپیان دي. نوموړي په پېښه کې د یوه ځايي خبریال د ټپي کېدو خبره هم کړې ده. ددغه پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.





























