د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي، دوی به په افغانستان کې د داعش ډلې ته دا فرصت ورنکړي چې یو ځل بیا په دې هېواد کې سر راپورته کړي. نوموړي دا څرګندونې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې یوې خبري غونډې ته کړې دي. هغه زیاته کړې، ناټو د داعش او نورو ترهګرو ډلو پر ضد خپلې مبارزې ته دوام ورکوي او په افغانستان کې د سولې د خبرو هرکلى کوي. نوموړي زیاته کړې، طالبان بايد د سولې لپاره خپله ژمنتيا وښيي، د دې ترڅنګ ناټو به د افغان ځواکونو روزنې او ملاتړ ته هم دوام ورکوي. نوموړي د طالبانو او امريکا ترمنځ د تازه اړيکو او د سولې په تړاو د وروستيو پرمختګونو د هرکلي ترڅنګ ويلي چې امريکا پر دې پروسې تل له ناټو سره سلا مشورې کړې دي. د ناټو سرمنشي ویلي، په افغانستان کې داعش ډله له ماتې سره مخ شوې او دوى به اجازه ورنه کړي چې يو ځل بيا سر راپورته او هلته خلافت جوړ کړي.





























