سره له دې چې له ولسمشریزو ټاکنو دوه میاشتې تېرېږيو خو لا هم د پایلو برخلیک روښانه نه دی. د ټاکنو خپلواک کمېسیون دری ځله د لومړنیو پایلو د اعلان په تړاو خپله ژمنه ماته کړه، خو لا هم د پایلو د اعلان برخلیک روښانه نه دی او د هېواد وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي. د ټاکنو د پایلو پر اعلان او د ټاکنو کمېسیون د ځینو کړنو پر خلاف لاریونونه او اعتراضونه هم شوي دي، خو کمېسیون وایي چې دوی قوانینو ته ژمن دي او قانون ته په کتو خپلې چارې مخ ته وړي. ولسي جرګې او څارونکو بنسټونو هم د پایلو د اعلان پر ځنډ اندېښنه ښودلې ده.
وړمه ورځ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم په کابل کې لاریونونه وکړل. دوی ادعا کوله چې د ټاکنو کمېسیون د یوې ځانګړې ټاکنیزې ډلې فرمایشونه عملي کوي او باید خپل بې پرېتوب وساتي. بل پلو دوی د نږدې ۳۰۰ زرو رایو د باطلولو غوښتنه کوله. د دوی په خبره، دا هغه رایې دي چې باید باطلې اعلان شي، ځکه د ټاکنو کمېسیون له لوري ټاکل شوي طرزالعملونه یې په کارېدنه کې نه دي عملي شوي. دوی د ساعتونو لپاره د کابل لارې او کوڅې بندې کړې وې او د ټاکنو کمېسیون او فساد ضد شعارونه یې ورکول.
له دې سره هممهاله پرون ولسي جرګې هم په امتیازي ساعت کې د ټاکنو د پایلو پر نه اعلان اعتراضونه کول. وکیلانو ویل چې د پایلو په اعلان کې ځنډ د هېواد او ولس په ګټه نه دی او د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید ژر تر ژره لومړنۍ پایلې اعلان کړي. وکیلانو دغه راز له کمېسیون وغوښتل چې بې پلوه پاتې شي او خپل استقلالیت وساتي. د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني بیا وویل چې سړکونه د زور ازمویلو ځای نه دی. د ده په خبره، د ټاکنو کمېسیون باید د قانون له مخې عمل وکړي، بې پرې وي او همدا راز دې د خلکو غوښتنو او نظرونو ته هم پام وکړي. رحماني وویل: ((د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د ټاکنو د کمېسیون پر وړاندې پروني اعتراضونه باید موږ ته د خطر زنګ وي. اعتراضونه او لاریونونه د خلکو مدني حق دی او د دوی مشروع غوښتنو ته باید پام وشي، خو پر واټونو د زور ازمايلو دوام د هېچا په ګټه نه دی او ټاکنیز کمېسیونونه دې د شفافیت ډاډ ورکړي چې د خلکو له رایو سره خیانت نه کوي، دوی باید په بې پریتوب دا ثابته کړي چې د ټاکنو شته تګ لارې روڼوالی تضمینولی شي)).
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا وايي چې دوی خپل فعالیتونه د قانون مادو ته په پام مخ ته وړي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعتراضونه د خلکو قانوني حق بللی او په خبره یې، دوی د ولس نظرونو او وړاندیزونو ته درناوی لري، خو هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د ټاکنو په پروسه کې مداخله وکړي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون په اعلامیه کې راغلي، چې دوی ته یوازې بایومیټریک شوې رایې د باور وړ دي.
بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوه کمېشنر بیا له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په اووه ویشتو ولایتونو کې د رایو د بیاشمېرنې پروسه بشپړه شوې ده او اوس د کمېسیون د غړو تر منځ د لومړنیو پایلو د اعلان پر وخت او څرنګوالي بحثونه روان دي. د اورنګزیب په خبره، په پاتې ولایتونو کې هم د رایو د بیاشمېرنې پر څرنګوالي خبرې کېږي او نن (یکشنبه) به کمېسیون په دې تړاو پرېکړه کوي. اورنګزیب وایي چې ډېر ژر به د ټاکنو خپلواک کمېسیون د لومړنیو او وروستیو پایلو د اعلان په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.
کمېسیون داسې مهال ژر تر ژره د پایلو د اعلانېدو خبره کوي چې په ځلونو یې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او د دوو میاشتو په تېرېدو بیا هم د لومړنیو پایلو پر اعلان بریالی نه شو. دا مسئله پر ټاکنو د څارونکو بنسټونو له غبرګون سره هم مخ شوې ده.
د ټیفا اجرایي ریسس نعیم ایوب زاده وايي، یوه غونډه باید جوړه شي چې د کمېسیون ستونزې واورېدل شي او حللارې ورته پيدا شي. هغه وايي: ((د پایلو په اعلان کې ځنډ د ټولو په زیان دی. باید ملګري ملتونه او نوماندان یوه غونډه جوړه کړي. کمېسیون دې خپلې ستونزې ووايي، څو حللاره ورته پیدا شي)).





























