تېره شپه کندز ښار کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتو کې نهه سرتیري وژل شوي او شپږ نور طالبانو له ځان سره بیولي دي. یوې امنیتی سرچېنې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، دا نښته تېره شپه د کندز مرکز اړوند باغ میري سیمه کې شوې ده. سرچېنې همداراز ویلي، په دغه نښته کې د طالبانو د سرې قطعې شپږ غړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. وسله والو طالبانو بیا ویلي، چې نهه سرتیري یې وژلي ۶ یې له ځانه سره بېولي او ګڼه وسله او مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.





























