سه شنبه, اگست 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    دایکندي کې سلګونه زره کسان د روغتیا او حفظ‌الصحې له پروګرامونو برخمن شوي

    بدخشان؛ د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۴ د اوبو لګولو کانالونه بشپړ شوي

    د تازه مېوو د صادراتو د ملاتړ لپاره تخنیکي کمېټه جوړېږي

    سمنګانو کې د ترافيکي پېښو له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    دایکندي کې سلګونه زره کسان د روغتیا او حفظ‌الصحې له پروګرامونو برخمن شوي

    بدخشان؛ د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۴ د اوبو لګولو کانالونه بشپړ شوي

    د تازه مېوو د صادراتو د ملاتړ لپاره تخنیکي کمېټه جوړېږي

    سمنګانو کې د ترافيکي پېښو له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

په ننګرهار کې د مور بم له غورځولو وروسته؛ په سیمه کې ناروغۍ ډېرې شوې او پراخې ځمکې شاړې شوې دي

دسمبر 2, 2019
in افغانستان
0 0

اوخوا دوه نیم کاله وړاندې امریکایي ځواکونو د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې خپل تر ټولو لوی غیر اټومي بم استعمال کړ. اوس د سیمې اوسېدونکي وايي چې بم پر ځايي اوسېدونکو، کروندو او چاپېریال پراخ منفي اغېز کړی دی. طلوع نیوز په یوه راپور کې د سیمې له خلکو سره مرکې کړې دي او دوی د دې پخلی کړی چې یاد بم په دغه سیمه کې ناروغۍ ډېرې کړې او ځمکې یې شاړې کړې دي. نظامي متخصصین او طبي پوهان هم وايي چې د دغه ډول بمونو کارېدنه پر روغتیا او چاپېریال پراخ منفي اغېز کوي.

وروسته له دې چې د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې د داعش فعالیتونه پيل شول، نو امریکايي ځواکونو یې پر وړاندې هوایي بریدونه پيل کړ. د ۲۰۱۷ ز کال په اپرېل کې داسې مهال چې په مسکو کې د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره غونده روانه وه، امریکا په اچین کې خپل تر ټولو خطرناک او لوی غیر اټومي بم استعمال کړ. دوی وویل چې د دې بم د غورځولو موخه د داعش له منځه وړل و، خو له هغې وروسته نه یوازې د داعش فعالیتونه کم نه شول؛ بلکې ډېر شول او جګړې لا خونړۍ شوې. د امریکا له لوري د دغه بم غورځول په سیمه ییزه او نړیواله کچه له غبرګونونو سره مخ شول او پر امریکایي پوځ پراخې نیوکې وشې.

اوس تازه د رسنیو موندنې ښيي چې د دغه بم کارېدنې په اچین ولسوالۍ کې ناروغۍ ډېرې کړې دي، ځمکې یې شاړې کړې او پر چاپېریال یې منفي اغېز کړی دی. د اچین ولسوالۍ مومندرې اوسېدونکو له طلوع نیوز سره مرکې کړې دي او په خپله سیمه کې یې د ناوړه وضعیت یادونه کړې ده. د سیمې اوسېدونکی محمدالله وایي: ((حکومتي کسانو موږ له سیمې و ایستو. بیا چې کله دوی عملیات وکړل، موږ بېرته خپلو سیمو ته راغلو، خو کورونه ويجاړ وو، ځمکې شاړې وې او هر څه ختم شوي وو)).

د سیمې یوه بل اوسېدونکي  پاچا شینواري ویلي چې په دغه پېښه کې نږدې څلوېښت یا پنځوس کورونه ویجاړ شوي دي. هغه وايي: ((د بمونو مور بم په دغه سیمه کې وکارول شو. تاسې وینی، دا ډبرې څنګه نرمې شوې دي. په اسانۍ ان په لاس ماتېږي، بوټي وچ شوي دي. ونې وچې شوې دي. بم ته نږدې ټول کورونه تقریباً څلوېښت- پنځوس کورونه ټول ویجاړ شوي دي)).

د سیمې اوسېدونکي همدا راز د ناروغیو د ډېرېدو او چاپېریال د خرابېدو خبره هم کوي. دوی وایي چې د دغه بام تر کارېدنې وروسته، ځوانان او ماشومان پر جلدي او تنفسي ناروغیو اخته شوي دي. د سیمې یو اوسېدونکی جمع روز وایي: ((دلته ډېر خلک د پوستکي له ناروغۍ ځورېږي. دا ناروغي په ماشومانو او ځوانانو کې ډېره شوې، دوی د پوستکي له سوي او خارښت څخه ځورېږي)).

د سیمې  خلکو د ژوند ګټې وټې مهمه سرچینه زراعت و، خو د مور بم تر کارېدنې وروسته، په سیمه کې بوټي وده نه کوي او دغه پېښې پر زراعت پراخ منفي اغېز کړی دی. د سیمې اوسېدونکي وایي چې اوس یې کروندې او ځمکې شاړې دي او د دوی له کاره لوېدلې دي.

روغتیايي کارکوونکي هم وایي چې د دغه ډول بمونو کارونه پر روغتیا او چاپېریال منفي اغېزې پرېږدي او خلکو ته به یې ستر مشکلات پيدا کړي وي. د ننګرهار د عامې روغتیا ویاند ظاهر عادل وايي، سره له دې چې دغه ډول بمونه منفي اغېزه لري، خو د امکاناتو د نه موجودیت له امله دوی ته تر اوسه داسې کوم ناروغ نه دی ورغلی چې د ناروغۍ لامل یې یاد بم ثابت شوی وي.

د نظامي چارو کارپوه عتیق الله امرخېل هم د دغه بم د ناوړه اغېزو په اړه خبرې کړې دي. د ده په خبره، د دغه ډول بمونو کارول د انسانانو پر جسمي او رواني اړخونو باندې پراخ منفي تاثیرات پرېږدي. هغه وايي: ((دا بم دری منفي اغېزې لري. لومړی پر سترګو اغېز کوي. سترګې خارښت او سوزش پیدا کوي. د بدن پر داخلي ارګانېزم اغېز کوي. تنفسي سیسټم له ستونزو سره مخ کوي. پر حمل لرونکو ښځو منفي اغېز لري، کېدای شي د دوی اولادونه زیانمن شي. دلته نو اوس لابراتوار دی هر څوک وسلې ازمويي)).

بلخوا د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزیره مېرمن سیما سمر هم وايي چې د بمونو مور بم کارول د سیمې د اوسېدونکو پر روغتیا اوږدمهاله منفي تاثیرات لري. نوموړې د یاد بم کارېدنه د افغانانو د ژوند او روغتیا لپاره خطرناکه بللې او په خبره یې، د سیمې خلک ښايي لا ډېر زیانمن شي.

Tags: featured
Share15Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

حوثيانو د یمن پر حکومتي ځواکونو بریدونه کړي

اگست 11, 2026

د ایران ولسمشر له ستر مذهبي مشر سره لیدنه ډېره بریالۍ وبلله

اگست 11, 2026

مجتبی خامنه يي ۶ لوړ پوړي پوځي چارواکي وټاکل

اگست 11, 2026

د ترکیې پارلمان د کردستان کارګر ګوند د بې وسلې کولو لایحه تصویب کړه

اگست 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In