د المان دفاع وزیرې انېګریت کرمپ کارنباور ویلي چې له افغانستانه تر وخت مخکې خپل سرتېري نه باسي. هغې دا خبرې په داسې حال کې کړې دي چې نن ښایې نوموړې له خپلو سرتېرو سره د لیدنې په موخه افغانستان ته سفر وکړې. کرمپ له یوې الماني تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، تر اوسه پورې لا د تېرو اتلس کلنو لاسته راوړنو د خوندیتابه په اړه تضمین نشته دی نو څو پورې چې دا تضمین نه وي تر لاسه شوی دوی خپل سرتېري له دې هېواده نه باسي. کارنباور زیاته کړې، د تېرو لاسته راوړنو د ساتنې په موخه ناټو کې دننه پرېکړه شوې ده چې د سولې تر هوکړې وروسته باید، د دې هېواد وضعیت وارزول شي چې څنګه کېدای شي په دې هېواد کې تېرې لاسته راوړنې خوندي شي. المان په افغانستان کې شاوخوا ۱۲۰۰ سرتېري لري چې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو د روزنې او مشورې چارې مخ ته وړي.





























