د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالي یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د دې ولسوالۍ په پېښې خوړ سیمه کې تېره شپه ځانګړو ځواکونو د یوې کورنۍ دوه غړي چې پلار او زوی وو، وژلي دي. د سیمې اوسېدونکي وایي، د وژل شویو له ډلې یوه یې د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې دنده هم لرله. په ورته وخت کې د ځانګړو ځواکونو صفر دوه قطعې بیا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې تېره شپه د دوی له لوري په یاده سیمه کې هیڅ عملیات نه دي شوي. دغه راز نن د یاد ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې ګڼ شمېر خلکو د همدې پېښې په غبرګون کې لاریون کړی دی او له حکومته یې د پېښې د عاملینو د مجازات غوښتنه کړې ده. دا لومړی ځل نه دی چې د ځانګړو ځواکونو له لوري ملکیان په نښه کېږي بلکې تر دې وړاندې هم د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې ورته پېښې شوې دي چې د څېړنو له ژمنې پرته یې هیڅ پوښتنه نه ده شوې.





























