د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان وايي، دوی د یوه داسې ګډ حکومت غوښتونکي دي چې د ټولو نوماندانو له مشارکت څخه جوړ شوی وي. د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې د (ملي مشارکت) حکومت طرحه وړاندې کړه. دوی وایي، دمګړۍ یوازې یو کس ټول حکومت چلوي او داسې فکر کوي چې ټولې وړتیاوې لري، نو د ټولو نوماندانو وړتیاوې دې یو ځای په یوه حکومت کې راټولې کړل شي. حکومت بیا د نوماندانو شورا پر دغه طرحه غبرګون ښودلی دی او هغه یې له قانون سره په ټکر کې بللې ده.
څه باندې دوه میاشتې کېږي چې ولسمشریزې ټاکنې تر سره شوې، خو تر دې دمه د دغو ټاکنو پایلې نه دي اعلان شوې. د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان کمېسیون د یوه ځانګړي نوماند په پلویتوب تورنوي او وایي، اوس د دې تمه نه لري چې کمېسیون دې بې طرفانه پرېکړه وکړی شي. د نوماندانو شورا پرون په یوه خبري غونډه کې وویل، دا چې حق حقدار ته نه رسېږي، د خلکو رایې لکه څنګه چې باید درناوی ورته شوی وی، داسې نه ګڼل کېږي؛ نو دوی اړ شوي چې یوه نوې طرحه وړاندې کړي. د یادې شورا د غړو په خبره، دا د یوه ګډ حکومت طرحه ده چې ټول نوماندان به یې ګډونوال وي. دوی وايي، دغه ډول حکومت به د ټاکنیز محور له روحیې سره سم پراخ بنسټه، د ټولو لوریو او ټولنیزو او سیاسي واقعیتونو د عادلانه او متوازن ګډون په اساس رامنځ ته شي.
له ولسمشر غني، ډاکټر عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار پرته نور ټول نوماندان د ملي مشارکت حکومت ملاتړ کوي او دغه طرحه یې وړاندې کړې ده. د ولسمشریزو ټاکنو نوماند احمد ولي مسعود په دغه خبري غونډه کې وویل، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یوه ځانګړي نوماند ملاتړ کوي، نو ځکه د شفافو او عادلانه پایلو اعلان ناشونی کار دی. هغه وايي: ((کمېسیون د یوه ځانګړي شخص لپاره کار کوي. زه د دې پلوی هم نه یم چې ټاکنې دې دویم پړاو ته لاړې شي)).
د ولسمشریزو ټاکنو بل نوماند شهاب حکیمي بیا ولسمشر غني پر انحصار تورنوي او وایي، یو کس فکر کوي چې په دې هېواد کې د هر کار توان لري، نو ځکه نورو ته په حکومت کې ځای نه ورکوي. هغه وايي: ((یو کس په حکومت کې ځان ټینګ کړی چې زه ټولې وړتیاوې لرم، خو د نورو نوماندانو وړتیاوې باید یوځای شي)).
د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان دا هم وايي چې په هېواد کې ناوړه سیاسي وضعیت، خراب امنیت، سولې ته د خلکو اړتیا او تقاضا د دې غوښتنه کوي، چې ټول نوماندان یو ځای سره راټول شي او اوسني بحران ته د پای ټکی کېږدي.
بلخوا ولسمشرۍ ماڼۍ بیا د نوماندانو شورا پر دغو څرګندونو او طرحه غبرګون ښودلی دی. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي چې نوماندان ناکام شوي دي او دا په دې مانا ده چې ولس یې نه غواړي. د ده په خبره، افغانانو د ولسواکۍ لپاره مبارزه کړې ده، نو اوس د دې وخت نه دی چې په تېرو مصلحتي لارو پسې لاړ شو. صدیقي وايي: ((د افغانستان خلکو په تېرو ۱۸ کلونو کې د جمهوریت تر لاسه کولو لپاره ګڼې قربانۍ ورکړې او د دې پر ضد مسایل مطرح کول زوړ فکر ښيي)).
صدیقي د نوماندانو غوښتنې غیر قانوني بللې دي او په خبره یې، دغه ډول غوښتنو ته هېڅ دول توجیه نه شي جوړېدلی. هغه پر نوماندانو غږ کړی چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرېکړې ته په تمه شي او له دغه ډول غیر قانوني غوښتنو ډډه وکړي.
بلخوا د هېواد په ځینو په تېره په شمالي ولایتونو کې لا هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کړنو په غبرګون کې لاریونونه او اعتراضونه دوام لري. اعتراض کوونکو په کابل او نورو ولایتونو کې د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون غږ کړی چې د خلکو رایو ته درناوی وکړي او غیر قانوني رایې باطلې اعلان کړي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر اوسه پر وروستیو مسایلو غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې وړاندې یې ویلي چې ډېر ژر به د لومړنیو پایلو د اعلان په تړاو خپله پرېکړه اعلان کړي.





























