د امریکا ولسمشر وايي افغانستان ته یې سفر بریالی و. ډونالډ ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي چې افغانستان ته یې وروستی ناڅاپي سفر بریالی و او دی ترې خوښ دی. دده په وینا په دې سفر کې یې له ولسمشر غني او نورو افغان چاورواکو سره کتلي دي او دا لیدنه هم بریالۍ وه. ټرمپ تېره پنجشنبه شپه په ناڅاپي سفر افغانستان ته راغی. نوموړي ولسمشر غني بګرام ته ور وباله او هلته یې سره ولیدل. دواړو لورو پر بېلو مسایلو په تېره په افغانستان کې پر روانې جګړې خبرې وکړې. ټرمپ وویل چې له طالبانو سره یې خبرې بېرته پيل کړې دي او ډېر ژر به افغانستان ته دایمي سوله او ثبات راشي. ټرمپ له واشنګټن لندن ته روان شوی دی او په لندن کې به د ناټو په سرمشریزه کې ګډون کوي. په دې غونډه کې د افغانستان پر وضعیت هم خبرې کېږي.





























