ملګري ملتونه له افغان حکومت د خپلو کارکوونکو د امنیت د تامین غوښتنه کوي. په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشر تادامیچي یاممتو له ولسمشر غني سره لیدلي دي او د خپلو دفترونو او کارکوونکو د امنیت په اړه یې اندېښنه ورسره شریکه کړې ده. نوموړي له ولسمشر غني غوښتي چې د دوی د کارکوونکو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي او ددغه نړیوال ماموریت په بریالي ترسره کېدو کې همکاري وکړي. ولسمشر غني امنیتي ادارو ته لارښوونه کړې چې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو مرستندویه موسسو د امنیت په تامین کې خپلې هڅې ډېرې کړې او ددوی اړتیاوې واوري. ملګرو ملتونو وروسته له دې د خپل امنیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې څه موده وړاندې ددغه سازمان پر موټر چاودنه وشوه او یو بهرنی کارکوونکی یې ووژل شو.





























