امریکا وایي په لوګر کې دې د جنسي ځورونو راپورونه په دقیقه توګه وڅېړل شي. د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې آلیس ویلز ویلي افغان حکومت او لویه څارنوالي دې په لوګر کې د جنسي ځورونو د ادعاوو او راپورونو دقیقه پلټنه وکړي. د نوموړې په وینا د ماشومانو او زده کوونکو جنسي ځورونه په هېڅ صورت د منلو وړ نه ده او دغه ډول پېښې باید دقیقې و څېړل شي. په ورته وخت کې افغان حکومت بیا ویلي چې لویه څارنوالي دغه مسئله په هر اړخیزه توګه څېړي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي چې د بشري حقونو کمیسیون او لویه څارنوالي په لوګر کې د دوو مدني فعالانو ادعاوې څېړي او پایلې به یې ژر له خلکو سره شریکې کړي.





























