د اسیا بنسټ یوه نوې نظر پوښتنه ښيي چې د افغانستان نږدې ۹۰ سلنه خلک د سولې غوښتونکي دي او ددې بهیر کلک ملاتړ کوي. ددې نظر پوښتنې له مخې ۶۴ سلنه خلک باور لري چې د سولې روان مذاکرات پایلې ته رسيدلی شي. په نظر پوښتنه کې ویل شوي چې د خپل هېواد د وضعیت ښه کېدو په اړه هم د خلکو هیله مندي ډېره شوې. په دې ارزونه کې له نژدې ۱۸ زره کسانو سره چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو لوړ دي، مرکې شوې دي. په دوی کې پنځوس سلنه ښځې دي. د نظر پوښتنې ګډونوالو کې ۸۰ سلنه خلک په کلیو او نژدې ۲۰ سنله یې ښارونو کې ژوند کوي. خلک دغه راز وایي چې د پياوړي مرکزي حکومت ساتل باید د مذاکراتو مهم شرط وي او اساسي قانون ته باید درناوی وشي. دغه راز ۳۶،۱ سلنه خلک دې ته هم هیله من دي چې هېواد یې په سم لوري روان دی او راتلونکې ته د تېرو کلونو په پرتله د خلکو هیله مندي ډېره شوې ده.





























