افغانستان ته د ټرمپ تر سفر وروسته د هېرټیج په نامه یوه ویبپاڼه په خپله مقاله کې لیکي، ټرمپ د امریکا د ګټو د خوندي کولو لپاره د نړۍ وروستي کونج ته هم سفر کوي. مقاله کې راغلي، د طالبانو له لاسه د افغانستان د سقوط مخنیوی او د القاعده ډلې په څېر د یوې سختدریځي ډلې څخه د قدرت اخیستل هغه څه دي چې ټرمپ ته اړین دي او هغه په همدې موخه د نړۍ وروستۍ برخې ته لاړ. د سرچینې په خبره ټرمپ د امریکا له پخوانیو مشرانو سره ډېر توپیر لري او هغه دا چې نوموړی د نړۍ د ټولو ستونزو حلولو هڅه نه کوي خو خپل هېواد ته پېښ ګواښونه هم نالیدلي نه ګڼي. د مقالې د لیکوال په باور، اوس نو خبره دې ځای ته رارسېدلې ده چې که چېرته طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته نرمښت وښيي نو امریکا هم ورسره خبرو ته لیواله ده. د مقالې په وروستۍ برخه کې راغلي، امریکا د افغان حکومت نظامي ملاتړ ته دوام ورکوي او دا د دې ښکارندویي کوي چې یاد هېواد په افغانستان کې سولې لپاره نیت لري خو ورسره په یاد هېواد کې د تېرو لاسته راوړنو خوندي کولو ته هم د یو مهم ارزښت په سترګه ګوري.





























