د المان د دفاع وزیرې انګرېت کرمپ کرنباور ویلي، هیله لري چې د افغانستان د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پایلې هر څه ژر اعلان او ټولو ښکېلو لوریو ته د منلو وړ وي. هغې چې په کابل کې یې له ولسمشر غني سره یو ځای یو خبري کنفرانس ته خبرې کولې وویل، دوی یو ګډ هدف لري او هغه دا دی چې افغانان په امنه فضا کې خپل ژوند ته ادامه ورکړي. نوموړې زیاته کړې، دوی د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ کوي او دغه راز به د افغان ځواکونو روزنې او مشورې ته هم دوام ورکړي. په ورته وخت کې ولسمشر غني هم یادې خبري ناستې ته په خبرو کې د المان له هر اړخیزو مرستو د مننې تر څنګ ویلي چې یاد هېواد د اروپایي ټولنې په چوکاټ کې له افغانستان سره پام وړ همکارۍ کړې دي او په سیمه کې یې د یو باثباته افغانستان لپاره ډېر زیار ګاللی دی چې دوی یې قدراني کوي.





























