سره له دې چې لوړه سلنه افغانان د سولې غوښتونکي او ملاتړ دي، خو تازه یوه نظر پوښتنه ښيي چې نږدې ۹۰ سلنه افغانان د سولې قوي ملاتړ کوي. دغه نظر پوښتنه اسیا بنسټ کړې ده او له زرګونو کسانو سره یې د افغانستان په ښارونو او لرې پرتو سیمو کې خبرې کړې دي. نظر پوښتنه همدا راز وايي چې راتلونکې ته د تېر کال په پرتله د خلکو هیله مندي هم ډېره شوې ده.
اسیا بنسټ په یوه نوې نظر پوښتنه کې وايي چې نږدې ۹۰ سلنه افغانان د سولې غوښتونکي دي. د نظر پوښتنې له مخې، لوړه سلنه افغانان همدا راز پر دې باوري دي چې روان مذاکرات به ګټور وي او مثبتې پایلې به ولري. سرچینه کاږي: ((۶۴ سلنه خلک باور لري چې دا مذاکرات پایلې ته رسېدلی شي. همدا راز د راتلونکې په اړه د خلکو هیله مندي هم مخ پر ډېرېدو ده)).
اسیا بنسټ وايي چې په دې نظر پوښتنه کې یې له نږدې ۱۸ زرو کسانو سره چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو لوړ دي، مرکې کړې دي. په دوی کې پنځوس سلنه ښځې دي. همدا راز د نظر پوښتنې په ګډونوالو کې ۸۰ سلنه په کلیو او نږدې ۲۰ سنله یې په ښارونو کې ژوند کوي.
د نظر پوښتنې عمده موضوعات، امنیت، ټاکنې، حکومتولي، اقتصاد، لومړني خدمتونه، فساد، ځوانان، له طالبانو سره سوله، رسنیو ته لاسرسی، کډوالي، د ښځو ونډه او د دوی سیاسي مشارکت وو. نظر پوښتنه وايي چې په هېواد کې ۸۸،۵ سلنه افغانان سولې ته لېواله دي او د دې غوښتونکي دي چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ سوله وشي. دوی همدا راز د سولې له خبرو ملاتړ کوي او ټینګار کوي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده. سولې ته هیله مندي د هېواد په ختیځ کې ۷۶،۹ سلنه، په سویل- لوېدیځو ولایتونو کې بیا ۷۲،۹ سلنه، خو سولې ته تر ټولو لږ هیله په مرکزي ولایتونو کې ده چې کچه یې ۳۸،۷ سلنه ښودل شوې ده.
د نظر پوښتنې له ګډونوالو د سولې د بهیر په اړه د دوی د معلوماتو پوښتنه شوې. شاوخوا ۷۸ سلنه خلکو ویلي چې د سولې د بهیر په اړه پوهیږي او د خپلې اړتیا وړ معلومات لري. شاوخوا نیمو یې ویلي، احساس کوي چې د سولې په خبرو کې د دوی استازولي شوې ده. اسیا بنسټ په خپله دغه ارزونه کې وایي: ((د هغو کسانو شمېر هم ډېر شوی چې غواړي حکومت له سولې سره له یوځای شویو مخالفو وسله والو سره مرسته وکړي. نږدې ۳۴ سلنه خلکو ویلي، حکومت باید هغو کسانو ته د کار موندنې او د اوسېدو ځای د برابرولو په برخه کې مرسته وکړي، چې د سولې بهیر سره یوځای کیږي. خو تېر کال دا شمېر ۲۶ سلنه و)).
د دې پوښتنې په ځواب کې چې په سوله کې کوم شیان باید وساتل شي؛ نږدې ۵۵ سلنه خلکو ویلي، اوسنی اساسي قانون، شاوخوا ۵۴ سلنه کسانو ویلي چې مرکزي پیاوړی حکومت، ۴۶ سلنه د بیان ازادي، ۴۷ سلنه د رسنیو ازادي او شاوخوا ۱۸ سلنه خلکو د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو غوښتنه هم کړې ده. د دې تر څنګ، نږدې ۶۶ سلنه کسانو ویلي، هغه ولسمشر ته به رایه ورنه کړي چې د ښځو پوهنه او روزنه له خطر سره مخ کړي او شاوخوا ۶۵ سلنه ګډونوالو له کوره بهر د ښځو پر کار کولو ټینګار کړی دی.
اسیا بنسټ همدا راز وایي، روان کال د هغو افغانانو شمېر هم زیات شوی چې فکر کوي هیواد یې سم لور ته روان دی. له ۲۰۱۳ ز کال راهیسې اوسني وضعیت ته د هیله منو کسانو شمېر په کمساري ډول زیات شوی دی. سږ کال ۳۶،۱ سلنه خلک فکر کوي چې افغانستان سم لور ته روان دی. تېر کال دغه کچه ۳۲،۸ سلنه وه.
اسیا بنسټ داسې مهال د سولې په اړه د خلکو هیله مندي او لوړه غوښتنه ښيي چې همدا اوس هم د افغانستان د سولې مذاکرات له نامعلوم برخلیک سره مخ دي. طالبان ټینګار کوي چې له امریکا سره خبرې پایلې ته رسوي، خو افغان حکومت وایي، یوازې د دوی او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې روانه جګړه ختمولی شي.





























