د راپورونو له مخې ددغه محکمې مشرتابه د جرمونو پر ضد د مبارزې د نړیوالو بنسټونو په غوښتنه د افغانستان په اړه د استعماعیه غونډې پرېکړه کړې ده. په دې غونډه کې به له قاضیانو او څارنوالانو سره پر دې خبرې کېږي چې ولې دوی په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو، طالبانو او افغان حکومت د جنګي جنایتونو څېړلو ته زړه نه ښه کوي. د جرمونو نړیوالې محکمې په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کال کې هڅه وکړه چې په افغانستان کې د ښکېلو خواوو جنګي جنایتونه وڅېړي خو ځينې قاضیان او څارنوالان یې وايي چې وضعیت ته په کتو عدالت نه شي تامیندلی نو ښه به وي چې ددغه قضیو څېړل بل وخت ته وځنډول شي.





























