ټیفا یا د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ وایي دوی غوښتل د ټاکنو اړوند ځینې رازونه افشا کړي خو ګواښل شوي دي. ددغه بنسټ مشر نعیم ایوب زاده نن په خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل د رایو د بیا شمېرنې پروسه هم له لاسوهنو او ستونزو ډکه وه. دده په خبره د ټاکنو په برخه کې تر ټولو ستره ستونزه د کمیسیون د غړو ترمنځ اختلافات دي او دې مسئلې ټاکنیز بهیر ګډوډ کړی دی. ایوب زاده زیاته کړې په کمیسیون کې د ننه یو شمېر څېرې د تخنیکي ستونزو په پلمه خپلې شخصي ګټې پالي. نعیم ایوبزاده وايي په کمیسیون کې ځینې کسان په لوی لاس د ستونزې په حل کې هڅه نه کوي، چې لامل یې ښایي یا شخصي ګټې وي او یا هم د کوم لوري تر فشار لاندې وي. نوموړي دغه راز ویلي چې د ټاکنو اوسنی وضعیت او روان نامعلوم حالت به افغانستان د تاوتریخوالي لور ته بوځي او په خبره یې که د ټاکنو کمیسیون د ستونزو په حل بریالی نه شي نو د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون به هم له ګڼو ستونزو سره مخ شي.





























