که جګړه د شدت په اوج کې وي نو بیا هم امریکا خپل نیمایي عسکر له افغانستان وباسي. واشنګټن ایکزماینر نشریه په خپل یوه مطلب کې لیکي امریکا کلکه پرېکړه کړې چې له افغانستان به خپل نیمايي عسکر وباسي. د سرچینې په خبره که په افغانستان جګړه د شدت په اوج کې وي او هره ورځ ځانمرګي بریدونه کېږي خو بیا هم امریکا له افغانستان خپل نیمايي عسکر وباسي. د سرچینې په خبره دا پرېکړه په امریکا کې د ځینو کړیو په ګټه ده، خو په سیاسي لحاظ د امریکا لپاره ستره ضرب رسولی شي. دغه نشریه لیکي چې دا به په غیر مستقیمه توګه طالبانو ته یو امتیاز ورکول وي چې په بدل کې به یې امریکا هېڅ هم تر لاسه نه کړي. واشنګټن ایکزماینر په داسې وخت کې چې له طالبانو سره د امریکا مذاکرات روان دي د سرتېرو ایستل ادېښمنوونکی ګام بللی دی. د سرچینې په خبره دا پرېکړه به په افغانستان کې ټېکاو ته زیان ورسوي.





























