د افغان حکومت له زندان ازاد شوی او د طالبانو د مذاکراتي ټیم نوی غړی انس حقاني وايي هیله لري چې په افغانستان کې ژر تر ژره سوله تامین شي. نوموړي په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي د خپلو مشرانو په لارښوونه دی د مذاکراتي ټیم غړی ټاکل شوی او د سولې لپاره به کار کوي څو په دې توګه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور پای ته ورسېږي او دلته روانه جګړه ختمه شي. انس حقاني همدا راز ویلي چې له زندانیانو سره ښه چلند کولی شي د سولې په برخه کې مثبتې پایلې ولري. دده په خبره دواړه لوري باید له زندانیانو سره ښه چلند وکړي، ددوی بشري حقونو پر ځای کړي او د تبادلې لړۍ دوامداره ساتل به ټول اړخونه سولې ته نږدې کړي. هغه وايي دمګړی د ټولو سیاسي اړخونو تر منځ باور جوړ شوی دی او سولې ته هیلې ډېرې شوې دي.





























