د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې (اوچا) ویلي چې راتلونکی کال به د اړمنو افغانانو شمېر دوه برابره شي. د یادې ادارې له لورې د خپرو شویو معلوماتو له مخې، اټکل دی چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې به ۹.۴ میلیونه افغانان بشري مرستو ته سخته اړتیا ولري چې د تېر کال په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښیي. د دغې ادارې یوه کارکوونکي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته په خبرو کې ویلي چې د سولې تر راتګه به افغانان له ستونزمنو حالاتو تېرېږي خو ملګري ملتونه هڅه کوي چې د افغانانو بشري اړتیاوې پوره کړي. یادې ادارې د اړمنو کسانو د شمېر پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې ده او زیاته کړې یې ده چې روان کال جګړو، وچکالۍ او نورو ستونزو بېړنیو مرستو ته د افغانانو اړتیا ډېره کړې ده. اوچا د راتلونکي کال لپاره اړمنو افغانانو ته د رسېدګي په موخه له مرستندویه بنسټونو څخه د ۷۳۲ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده په داسې حال کې چې تېر کال دا کچه څه باندې شپږ سوه میلیونه ډالره وه.