د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې آلیس ویلز ویلي ناکامورا کلونه د افغانستان د بیا رغونې او پرمختګ لپاره کار کړی و. د نوموړې په وینا امریکا د ناکامورا پر وژل کېدو خپله ژوره خواشیني ښيي او د خپلې غمرازۍ مراتب څرګندوي. آلیس ویلز وایي نوموړی په افغانستان کې خلکو ته د خدمت سمبول و او وژل کېدل یې ستره ضایعه ده. ناکامورا جاپانی وګړی و چې له څه باندې دېرشو کلونو راهیسې یې په ننګرهار ولایت کې د زراعت او روغتیا په برخه کې خدمات ترسره کول. هغه تېره ورځ ناپېژانده وسله والو له خپلو پنځو نورو همکارانو سره په جلال اباد ښار کې وواژه. د ناکامورا وژل کېدو په نړیواله کچه غبرګونونه پارولي دي او عامه افغانان دې مسئلې سخت خواشیني کړي. دوی په ټولنیزو رسنیو کې په دې اړه د خپلې غمرازۍ پیغامونه شریکوي.





























