ارګ وایي ولس دې له معارف د ملاتړ لپاره سره یو لاس شي. ولسمشر غني تېره ورځ په ارګ کې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره د لیدنې پر مهال په دغه وزارت کې پر پراخو اصلاحاتو ټینګار کړی دی. ولسمشر غني ویلي تر ټولو مهمه مسئله دا ده چې ولس د پوهنې ملاتړ وکړي. دده په خبره افغانانو ته په کار ده چې د خپلې راتلونکې لپاره سره یو لاس شي، له پوهنې ملاتړ وکړي او د ښوونځیو په پرانیستلو او ساتلو کې د پوهنې له وزارت سره همکاري وکړي. نوموړي د اصلاحاتو په اړه د پوهنې وزارت د سرپرست راپور هم اورېدلی دی او په دې برخه کې یې د لا ډېر کار سپارښتنه کړې ده. دده په وینا د افغانستان د بنسټیز پرمختګ لپاره په پوهنې وزارت کې ډېر کار او پراخو اصلاحاتو ته اړتیا ده. ولسمشر د پوهنې وزارت پر نصاب د پراخ کار غوښتنه کړې ده او دغه راز یې سپارښتنه کړې چې غوره ښوونځي او پیاوړي مدیران باید تشخیص او وستایل شي.





























