د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي پېتر پراګل د ملي امنیت له سلاکار حمد الله محب سره کتلي دي. دواړو لورو د سولې او ټاکنو په اړه بحثونه کړي. د جرمني ځانګړي استازي ویلي چې دوی د افغانستان د سولې په مسئله کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي او ددې هیله لري چې ژر تر ژره په افغانستان کې دایمي ثبات تامین شي. پېتر داسې مهال له حمدالله محب سره کتلي چې ویل کېږي تر دې وړاندې یې په قطر کې له طالب استازو سره هم کتلي دي. په رسنیو کې داسې راپورونه هم خپاره شوي وو چې ښایي د سولې په اړه بین الافغاني غونډه د بیجینګ پر ځای په المان کې وشي خو رسمي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.





























