د افغانستان د ستراتیژکو مطالعاتو مرکز چې د سیاسي نظام د تغیر او تبدیل په تړاو یې غونډه جوړه کړې وه پکې د افغانستان پر سیاسي وضیعت او ټاکنو هم خبرې وشوې. ددې ناستې یوشمېر برخه والو ویلي، چې اوسنۍ ټاکنې له بن بست سره مخ شوي او یو مشروع نظام نشي رامنځته کولی. په دې غونډه کې د افغانستان د نوې ملي جبهې مشر انورالحق احدي وویل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون خپل استقلالیت له لاسه ورکړی او باید دغه کمېسیون مستقل شي. احدي په افغانستان کې په لوړه کچه د فساد په اړه هم اندېښنه لري او وايي د ښه نظام د جوړېدو لپاره پکار ده چې سیاسي احزاب تقویه شي. د افغانستان د ستراتيژکو مطالعاتو مرکز برخوال داسې مهال ولسمشرۍ ټاکنې له بحران سره مل بولي چې د لومړنیو پایلو د اعلان برخلیک معلوم نه دی او د ټاکنو د رایو او بیا شمېرنې بهیر پر وړاندې اعتراضونه هم روان دي.





























