د ولسمشر غني په مشرۍ تېر ماښام د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د مسولینو او ټولو اړوندو بنسټونو د استازو په ګډون د هوا د ککړتیا د مخنیوي پر څرنګوالي بحث شوی دی. په دې غونډه کې ولسمشر غني د هوا د ککړتیا د مخنیوي کمېسیون پر کار او د دغه کمېسیون د غړو پر بې تفاوتۍ نارضایتي ښودلې او ویلي یې دي چې دی شخصآ ددغه کمیسیون مشري پر غاړه اخلي. غني ویلي، چې د هوا له ککړتیا څخه دې د خلکو د خلاصون لپاره منظم پلان طرحه شي. د چاپېریال ساتنې ملي ادارې معین عزت الله صدیقي د هوا د ککړتیا د مخنیوي او کمولو په برخه کې د عملي پلانونو د تطبیق په اړه خبرې کړې دي. نوموړي د ژمي په موسم کې په اوونۍ کې د رخصتۍ د یوې بلې ورځې د زیاتولو، په کابل کې د غټو باروړونکو موټرو د تګ راتګ، د عامه پوهاوي ترسره کولو او ځينې نورو برخو کې وړاندیزونه کړي دي.





























