د ولسمشری ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار نن په کابل کې یوې غونډې ته وویل، چې د ټاکنو ټولې رایې باید د کاندیدانو د استازو او بې طرفه پلاوي په حضور کې له سره وشمېرل شي او د ټاکنو لومړنۍ پایلې باید د پاکو او ناپاکو رایو تر تصفیې وروسته اعلان شي. نوموړي وویل په هغو محلونو کې چې د بایومټریک وسایل یې ورک شوي، ټاکنې له سره ترسره شي. حکمتیارله امنیتي ځواکونو وغوښتل چې په ټاکنیزه منازعه کې د تقلب کارانو، ترڅنګ ونه درېږي. نوموړي وویل د ملت له رایو د دفاع لپاره به له هېڅ اقدام څخه درېغ ونه کړي.





























