د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، افغان سوله، د پاکستان په شمول د ټولې سیمې پر ثبات مثبت اغېز کولی شي. قریشي د اقتصادي پیوستون یو کنفرانس ته په وینا کې زیاته کړې که په افغانستان کې سوله راغله ورسره به د ترانزېټ لپاره ځمکنۍ لارې خلاصې شي. نوموړي زیاته کړې چې اوسني حکومت یې له امریکا سره خرابې شوې اړیکې بېرته ورغولې او پاکستان به د افغان سولې د پروسې له بریا وروسته د جنوبي اسیا او منځنۍ اسیا تر منځ د سوداګریز پیوستون په برخه کې مهم رول ادا کړي.





























