کابل کې د پاکستان د ویزې غوښتونکي، وايي چې د پاکستان سفارت د ویزې وېشل کم کړي دي. دوی وايي، سره له دې چې، په ورځو ورځو په تمه ساتل کېږي؛ خو یوازې هغو کسانو ته ویزه ورکول کېږي چې، پیسې ورکوي او یا هم ناروغ وي. له دې سره سم، په کابل کې د پاکستان سفیر وايي چې، په تېرو نهو میاشتو کې دغه سفارت زیات شمېر ویزې وېشلي او همداراز له سفارته بهر د ویزې په بهیر کې د فساد د شتون پخلی کوي. خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي په کابل کې د پاکستان د ویزې غوښتونکو پر وړاندې د ستونزو د حل په موخه هڅې روانې دي. ډېری افغانان د درملنې په موخه پاکستان ته ځي. په کابل کې د پاکستانیو ډيپلوماتانو د ځورونې او د پاکستان د پوځي استخباراتو د مشر له لوري په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر د احضارېدو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، په کابل کې افغانانو ته د ویزې ورکړې بهیر کمرنګه شوی دی.





























