د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د څار ادارې یا (سیګار) د امریکا کانګرس ته د خپل درې میاشتني راپور د وړاندې کولو پر مهال ویلي چې امریکا له پیله تر اوسه په افغانستان کې د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه باندې نهه میلیارده ډالر لګولي دي. د یاد راپور له مخې، په افغانستان کې له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې د نشه یي توکو پر ضد مبارزه باندې د مصرف شویو پیسو کچه ۸.۹۴ میلیارده ډالرو ته رسېږي خو نه یوازې دا چې د نشه یي توکو پر وړاندې جګړه بریالۍ شوې نه ده؛ بلکې په دې هېواد کې د نشه یي توکو کښت او کاروبار ډېر شوی هم دی. د راپور پر بنسټ؛ که څه هم تېر کال د وچکالیو له امله په دې هېواد کې د کوکنارو په کښت کې کموالی راغلی دی خو لا هم دا هېواد د نړۍ په کچه د تریاکو تر ټولو ستر تولیدونکی هېواد دی.





























