سه شنبه, اگست 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    دایکندي کې سلګونه زره کسان د روغتیا او حفظ‌الصحې له پروګرامونو برخمن شوي

    بدخشان؛ د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۴ د اوبو لګولو کانالونه بشپړ شوي

    د تازه مېوو د صادراتو د ملاتړ لپاره تخنیکي کمېټه جوړېږي

    سمنګانو کې د ترافيکي پېښو له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    دایکندي کې سلګونه زره کسان د روغتیا او حفظ‌الصحې له پروګرامونو برخمن شوي

    بدخشان؛ د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۴ د اوبو لګولو کانالونه بشپړ شوي

    د تازه مېوو د صادراتو د ملاتړ لپاره تخنیکي کمېټه جوړېږي

    سمنګانو کې د ترافيکي پېښو له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې په ټپه درېدلې خبرې په رسمي توګه پيل شوې

دسمبر 8, 2019
in افغانستان
0 0

د طالبانو او امریکا تر منځ په ټپه درېدلې خبرې بېرته پيل شوې دي. پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې د طالبانو او امریکا تر منځ مخامخ خبرې بیا پیل شوې او تر ډېره تمرکز پر اوربند او د تاوتریخوالي پر کمولو دی. په ورته وخت کې طالب وسله والو هم منلې چې خبرې بیا ځلې پیل شوې دي او دوی تمه لري چېې ژر دواړه لوري مهمو هوکړو ته ورسېږي. د سولې عالي شورا او د سولې په چارو کې د دولت وزارت هم د مذاکراتو بیا پيلېدو ته هیله مندي ښيي.

پرون شاوخوا لس بجې د طالبانو او امریکایي لوري تر منځ له دری میاشتني ځنډ وروسته، د سولې خبرې بېرته پيل شوې. نږدې دری میاشتې وړاندې په کابل کې تر یوه ځانمرګي برید وروسته، د امریکا ولسمشر له طالبانو سره مذاکرات په دې پلمه ودرول چې ګواکې د دې ډلې په ځانمرګي برید کې امریکایي سرتېری وژل شوی دی. له دې سره جوخت داسې هڅې هم روانې وې چې د سولې خبرې بېرته پيل شي او دواړه لوري یوې هوکړې ته ورسېږي، چې له هغه وروسته طالبانو او امریکايي لوري د باور فضا د جوړولو لپاره د زندانیانو پر تبادلې هوکړه وکړه. په دې معامله کې د امریکایي پوهنتون دوه بهرني استادان د حقاني شبکې د دریو غړو د خوشې کولو په بدل کې امریکايي لوري ته وسپارل شول.

تر دې وروسته، تازه د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې په برخه کې پرمختګ شوی دی. امریکايي سرچینو تېره ورځ رسنیو ته وویل چې د دواړو لورو تر منځ مذاکرات پيل شوي دي. زلمي خلیلزاد ته نږدې سرچینو ویلي، په ټپه درېدلي مذاکرات پيل شوي او په دې مذاکراتو کې د سولې پر هوکړه او دغه راز د اوربند پر رامنځ ته کېدو بحثونه کېږي. امریکايي سرچینې وایي: ((موخه دا ده چې تاوتریخوالی راکم شي. تر ډېره تمرکز هم د تاوتریخوالي پر کمولو او اوربند باندې دی)).

بلخوا د طالبانو د قطر دفتر ویاند هم په یوه ټوېټ کې منلې چې له امریکايي لوري سره په ټپه درېدلي مذاکرات بېرته پيل شوي دی. سهیل شاهین ویلي، دغه مذاکرات له هغه ځایه پیل شوي، چې د ټرمپ له پرېکړې سره سم درېدلي وو. د شاهین په خبره، نوي مذاکرات به د تېرو په دوام کېږي او له سره خبرې نه پيلېږي. دوی هغه هوکړې بشپړوي چې په تېرو ۹ میاشتنیو مذاکراتو کې ورباندې بحثونه شوي دي. شاهین وايي: ((نن د محترم ملا برادر اخند تر مشرۍ لاندې د اسلامي امارت مذاکراتي  ټيم،  د امریکې  له مذاکراتي ټيم سره  خبرې له هغه ځایه پيل کړې، کوم ځای کې چې درېدلې وې. د توافقنامې  د لاسلیک او اړوندو موضوعاتو په هکله خبرې وشوې)).

شاهین دغه راز ویلي چې مذاکرات به دوام کوي. د ده په خبره، د هوکړې د لاسلیک او اړوندو موضوعات لپاره به نن هم د طالبانو او امریکايي لوري تر منځ مذاکرات دوام کوي. شاهین داسې مهال د هوکړې د لاسلیک په اړه خبرې کوي چې د سولې عالي شورا غړي هم په نږدې راتلونکي کې د سولې په برخه کې د طالبانو او امریکا تر منځ د هوکړې د لاسلیک کېدو خبره کوي. د دې شورا غړی قاضي امین وقاد وایي، ډېر ژر به د امریکا او طالبانو تر منځ هوکړه لاسلیک شي او دواړه لوري به د جګړې پر درولو سره سلا شي. وقاد وايي: ((د هغې لېوالتیا په نظر کې نیولو سره چې طالبان یې سولې ته لري، هیله ده کم او زیات یوه اونۍ یا لسو ورځو کې دا هوکړه لیک لاسلیک شي. په مذاکراتو کې به اړین مراحل ژر تر سره کړي او بین الافغاني مذاکراتو ته به لاره خلاصه شي)).

په دې مذاکراتو کې د افغان حکومت له بنده ازاد شوی طالب چارواکی انس حقاني هم شامل دی. هغه تازه د طالبانو د مشرتابه د پرېکړې په اساس، د مرکچي پلاوي غړی ټاکل شوی دی. نوموړي په یوه تازه مرکه کې ویلي وو، چې سولې ته لېواله دی او د دې غوښتونکی دی چې په افغانستان کې روانه جګړه ډېره ژر ختمه شي.

بلخوا د سولې په برخه کې د دولت وزارت هم د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د خبرو له پېلدو خبر ورکوي. د دغه وزارت ویانده ناجیه انوري وايي چې په مذاکراتو کې باید اوربند او په پاکستان کې د طالبانو پټنځایونه په پام کې ونیول شي او دغه ډله دې سولې ته خپله رښتینې ژمنتیا وښيي.

Tags: featured
Share14Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

حوثيانو د یمن پر حکومتي ځواکونو بریدونه کړي

اگست 11, 2026

د ایران ولسمشر له ستر مذهبي مشر سره لیدنه ډېره بریالۍ وبلله

اگست 11, 2026

مجتبی خامنه يي ۶ لوړ پوړي پوځي چارواکي وټاکل

اگست 11, 2026

د ترکیې پارلمان د کردستان کارګر ګوند د بې وسلې کولو لایحه تصویب کړه

اگست 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In