یوې باوري سرچینې ویلي، چې د بیجینګ بین الافغاني ناستې تر ځنډېدو وروسته امریکایانو او اروپایي هیوادونو هڅې چټکې کړې چې په جرمني کې بین الافغاني ناسته ترسره شي. ټاکل شوې په نږدې ورځو کې د جرمني یو پلاوی هم په دې اړه کابل ته سفر وکړي چي له حکومت او سیاسي مشرانو سره له نږدې وګوري. ویل کیږي افغانستان ته د جرمني له دفاع وزیرې سره د دغه هېواد یوشمېر وکیلان هم راغلي وو او د دې ناستې په تړاو یې له افغان چارواکو سره خبرې کړې دي. د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي دوحې ته په خپل وروستي سفر کې د برلین ناستې په اړه د طالبانو له استازو سره کتلي دي. که د برلين ناسته کېږي نو دا به د افغان سولې په اړه د افغانانو ترمنځ درېیمه ناسته وي.





























