د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د ککړې هوا اغېز د کمولو لپاره د پلازمینې کابل پر اوسېدونکو د احتیاطي تدبیرونو نیولو غږ کړی دی. دې ادارې په ککړه هوا کې له اړتیا پرته له ګرځېدو ډډه، د ماسکونو په واسطه د خولې او پزې پټول لومړني ګامونه بللي چې کابل مېشتي يي باید مراعت کړي. د چاپیریال ساتنې ادارې د هوا ککړتیا کچې کمولو لپاره له خلکو او دولتي ادارو غوښتنه کړې چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي. په دې ورستیو کې د کابل د هوا د ککړتیا کچې لوړېدو د دې ښار اوسیدونکي سخت اندېښمن کړي دي. ککړې هوا د خلکو ترڅنګ حکومتي چارواکي هم اندېښمن کړي خو د حل لارې په موخه يي کار څه پایله نده ورکړې، د چاپیریال ساتنې اداره د ککړې هوا په اړه د اندېښنې تر څنګ وايي که خلک او دولتي ادارې مرسته ونکړي هوا به لا ککړه شي.





























