د امریکا ددفاع وزیر مارک اسپېر په تازه څرګندونو کې ویلي افغانستان دوی ته مهم دی خو ددې تر څنګ د تهدیداتو ختمولو لپاره په ځینو نورو سیمو کې هم باید سرتېري ډېر کړي. د پنټاګون مشر وايي د ځینو هېوادونو د امنیت د تامین او دغه راز د ځینو پوځي سیالیو د مخنیوي لپاره به د هند سمندر شاوخوا او ځینو نورو برخو کې پوځي حضور پياوړی کړي. هندي رسنۍ د اسپېر له قوله وايي چې امریکايي ځواکونه به له افغانستان په سیمه کې ځینو نورو ستراتيژیکو نقطو ته لېږدول کېږي څو د امریکا او د امریکا د متحدینو ګټې خوندي کړي. د امریکا ددفاع وزیر دا هم ویلي چې ډېر شمېر عسکر به بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.





























