د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان دې د رایو بیا شمېرنې په پروسه کې همکاري ورسره وکړي. ددغه کمیسیون مشرې حوا علم نورستانۍ نن د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو له استازو سره په خبرو کې وویل، چې دوی ته یوازې بایومتریک شوې رایې ارزښت لري نو ټاکنیز ټیمونه دې د بیا شمېرنې او تفتیش اجازه ورکړي. د نوموړې په خبره په اوو ولایتونو کې لا هم ټاکنیز ټیمونه دوی ته اجازه نه ورکوي چې د رایو بیا شمېرنه او تفتیش وشي نو له همدې امله یې له نوماندانو سره د ستونزو پر حل د خبرو غونډه جوړه کړې ده. نورستانۍ هیله لري چې دغه غونډه وکړی شي چې په افغانستان کې د ټاکنو روان بن بست حل کړي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن له ټاکنیزو ډلو سره غونډه جوړه کړې ده او په ټاکنیز بهیر کې پر شته ستونزو خبرې کوي. کمیسیون بیا هم ټینګار کړی چې کارونه یې قانوني دي، کمیسیون خپلواک دی او د هېچا تر اغېز یا فشار لاندې نه دی.





























