د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په قطر کې د طالب او امریکایي پلاوي تر منځ د پیل شویو خبرو ملاتړ کړی دی. د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، کرزی په قطر کې د امریکایي پلاوي او د طالبانو د اسلامي تحریک ترمنځ د پیل شویو خبرو ملاتړ کوي او هیله لري چې دا خبرې به په هېواد کې د روانې خونړۍ جګړې او تاوتریخوالي د پای ته رسېدو لامل شي. سرچینه د کرزي له قوله کاږي، سوله د ټولو ځورېدلو افغانانو هیله او مسلم حق دی او په همدې بنسټ نوموړی د سولې لپاره له روانو هڅو کلک ملاتړ کوي او له ټولو ښکېلو لوریو غواړي چې د دې خبرو په لړ کې له پوره دقته کار واخلي څو په پایله کې یې افغانان د ملي یووالي تر چتر لاندې د یو قوي او واحد نظام خاوندان شي.





























