سره له دې چې د ټاکنو کمېسیون د ټاکنیزو ناندریو حل ته سترګې په لار و، خو له ټاکنیزو ټیمونو سره یې د تېرې ورځې غونډه بې پایلې پای ته ورسېده. د ټاکنو خپلواک کمېسیون وړمه ورځ وویل چې له ټاکنیزو ټیمونو سره به خبرې کوي او هڅه به دا وي چې روان کړکېچ حل شي او د ولسمشریزو ټاکنو پایلې اعلان کړل شي. خو پرون دغه غونډه په جنجال او ناندریو پای ته ورسېده. کمېسیون ټینګار کاوه چې اقدامات او فعالیتونه یې قانوني دي او ټاکنیزې ډلې باید همکاري ورسره وکړي. خو ځینو ټاکنیزو ډلو تور لګاوه چې کمېسیون د ځانګړي ټیم تر فشار لاندې دی او مستقلانه پرېکړه نه شي کولی.
سره له دې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر کمزوري مدیریت، نه همغږۍ او داخلي اختلافاتو پراخې نیوکې کېږي، تازه دغه کمېسیون وغوښتل چې روان کړکېچ ختم کړي. کمېسیون یوه غونډه رابللې وه چې په هغه کې د ټاکنیزو ټیمونو استازو، ځينو بهرنیانو او رسنیو برخه اخیستې وه. غونډه د څلورو ساعتونو په شاوخوا کې اوږده شوه، خو د ثبات او همپالنې ټیم دغه غونډه تحریم کړه او په جنجال پای ته ورسېده.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې د دوی فعالیتونه او کړنې ټولې قانوني اړخ لري او ټاکنیز کمېسیونونه یې باید ملاتړ او همکاري وکړي. د کمېسیون رییسې حوا علم نورستانۍ دغه غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، دوی تل د کمېسیون کړنلارو او قوانینو ته ژمن دي، یوازې قانوني او بایومټریک رایې ورته باوري دي او د ټاکنیزو ټیمونو مسوولیت دی چې له دوی سره په شفافیت کې همکاري وکړي. نورستانۍ وویل: ((زه بیا هم ټینګار کوم چې یوازې بایومټریک شوې رایې راته ارزښت لري. موږ سمې او ناسمې رایې سره بېلوو، نو ټاکنیز ټیمونه دې همکاري راسره وکړي. په دې توګه به بایومټریک شوې او غیر بایومټریک رایې سره بېلې کړو)).
په دې معلوماتي ناسته کې د ټاکنو کمېسیون مسوولانو غوښتنه وکړه، چې په اوو ولایتونو کې دې دوی ته د رایو د بیاشمېرنې اجازه ورکړل شي. د ټاکنو کمېسیون مشره وايي، لا هم په اوو ولایتونو کې دوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې د رایو بیاشمېرنه وکړي. کمېسیون یو ځل بیا ټینګار کړی چې دوی مستقل دي او د هېچا تر اغېز لاندې نه دي.
په دې غونډه کې د سیاسي احزابو، څارونکو ادارو او ټاکنیزو ټیمونو استازو د کمېسیون پر چارو سختې نیوکې وکړې. دوی وايي چې د ټاکنو کمېسیون استقلالیت تر پوښتنې لاندې راغلی او نه شي کولی نتایج په خپل وخت اعلان کړي. بلخوا د کمېسیون یو تن غړي حنیف دانشیار ومنله، چې په ځینو مواردو کې دوی د قوانینو او طرزالعملونو خلاف کار کړی او د یو لړ ستونزو له امله مجبور شوي چې ځینې کارونه تر سره کړي. خو د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم استازو نیوکه وکړه، چې کمېسیون ټاکنو ته نه؛ بلکې درغلیو ته مشروعیت ورکوي، دغه ټیم له کمېسیون سره کومې پایلې ته نه رسېږي، نو له همدې امله یې استازي پرېکړه کوي چې غونډه تحریم کړي. د دې ټاکنیزې ډلې دویم مرستیال اسدالله سعادتي وویل: ((تاسې خپله پرېکړه کړې ده. موږ دا غونډه پرېږدو. ستاسې لایحې یو څه وايي، قانون یو څه وايي، خو تاسې خپله پرېکړه په خپل زړه کوی)).
د مدنې ټولنو او سیاسي ګوندونو ځینو غړو چې په دغه غونډه کې یې ګډون کړی و، ویلي چې کمېسیون باید ژر تر ژره لومړنۍ پایلې اعلان کړي. د دوی په خبره، ولس ته د رایو او ټاکنو په تړاو سلګونه اندېښنې پیدا شوې دي او د کمېسیون مسوولیت دی چې پایلې ژر تر ژره اعلان کړي.
په ورته وخت کې د ولسمشر غني په مشرۍ د حاکم ټیم استازي بیا په دې غونډه کې وویل، چې دوی د ټاکنو کمېسیون په چارو کې هېڅ راز مداخله نه ده کړې. د دغه ټیم د استازي په خبره، د کمېسیون غړي ټولو نوماندانو په ګډه انتخاب کړي، نو ځکه هېڅوک ورباندې فشار نه شي راوستلی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییسې بیا له ټولو ټاکنیزو ډلو وغوښتل چې له دوی سره همکاري وکړي او په خبره یې کمېسیون مستقل دی او د هېچا فشار ته به ارزښت ور نه کړي. تمه وه چې کمېسیون بریالی شي ټاکنیز بحران ختم کړي، خو پرونۍ غونډه هم د ولس د تمې خلاف بې پایلې پای ته ورسېده.





























