د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې مذاکرات بریالي وو او نن به هم دغه مذاکرات دوام وکړي. دده په خبره پر دې هم خبرې شوې چې امریکایي ځواکونه به له افغانستان وځي او طالبان به د وتلو لار ورته برابروي. تر اوسه امریکایي لوري او یا هم طالبانو په دې اړه معلومات نه دي ورکړي چې ددوی مذاکرات تر کومه ځایه مخ ته تللي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا د خبرو له پیل سره هممهاله ویلي وو چې د تاوتریخوالی کمول او اوربند رامنځ ته کول به د اوسنیو خبرو مهم ټکي وي. خو رسنۍ بیا داسې راپورونه هم ورکوي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې پر نهايي کېدو او دغه هوکړې د لاسلیک پر نېټه خبرې روانې دي.





























