امریکا په سیمه کې د ځينو هېوادونو د کنټرول لپاره خپل حضور ساتي. ایرو ایشیا په یوه مقاله کې لیکي چې د افغانستان جغرافیايي موقعیت له سیاسي اړخه او په نړیوالو سیاسي معادلاتو کې مهم دی نو ځکه امریکا دلته خپل حضور مهم او ستراتيژیک بولي. د سرچینې په خبره امریکا په افغانستان کې له ستونزو سره مخ ده، جګړه روانه ده، ترهګرې ډلې نه دي ختمې شوې، د نشه يي توکو کرکېله موجوده ده خو بیا هم امریکا خپل حضور ساتي. ایرو ایشیا لیکي، د افغانستان د ځینو ګاونډیو لپاره هم امریکا دلته حضور غواړي او په دې توګه هڅه کوي نړیوال نظم ته پېښېدونکي ګواښونه ختم کړي. په مطلب کې راځي چې واشنګټن به د سولې په برخه کې د چین یا کوم بل هېواد همکاریو ته په ښه سترګه ګوري خو د چین د لویو پروژو په پلي کولو کې خنډونه جوړوي او د مهمو پرمختګونو مخه ډب کوي.





























