د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې ځانمرګی برید شوی دی. د ځايي چارواکو په وینا نن سهار په نادعلي ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه ټولي باندې د مازدا ډول موټر په واسطه ځانمرګی برید شوی دی. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک برید تاییدوي او وایي چې تر پېښې وروسته خال خال ډزې هم اورېدل شوې دي. نوموړي د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي خو یو شمېر سرچینې وايي چې په پېښه کې د ملي اردو اته سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. حکومتي ځواکونو تر اوسه د تلفاتو شمېر نه دی تایید کړی او نه هم کومې ډلې د برید مسوولیت منلی دی.





























