نن په ترکیه کې د افغانستان په اړ د استانبول پروسې د اسیا زړه کنفرانس روان دی. په دغه کنفرانس کې افغان ولسمشر اشرف غني، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ګڼو هېوادونو استازو ګډون کړی دی. په غونډه کې به په افغانستان کې پر روان وضعیت، سوله، د ترهګرۍ ضد مبارزې او نورو مسایلو خبرې وشي. د ترکیې حکومت تر دې وړاندې ویلي وو چې په دې غونډه کې تر ډېره پر سوله او بین الافغاني مذاکراتو خبرې کېږي. ولسمشر غني پرون په دغه غونډه کې د ګډون لپاره ترکیې ته تللی دی او له ده سره په دې سفر کې لوړپوړي حکومتي پلاوی هم ملتیا کوي.





























