پاکستاني رسنۍ وایي طالبان او امریکایي لوری پر ټولو مواردو هوکړې ته سره رسېدلي دي. طالب سرچینو پاکستاني رسنیو ته ویلي چې پر ټولو مواردو هوکړه شوې ده اوس د هوکړې د لاسلیک د نېټې پر مشخصولو کار روان دی. په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قومندان جنرال سکاټ مېلر له طالبانو سره ددوی د سرتېرو د شمېر او ځایونو په اړه معلومات شریک کړي دي او دواړو لورو دا هوکړه هم کړې ده چې پر یو بل به بریدونه نه کوي. پاکستاني رسنۍ وايي د ټرمپ تر سفر وروسته په افغانستان کې پر طالب وسله والو د امریکایي ځواکونو په بریدونو کې د پام وړ کموالی راغلی دی. طالبانو دا هم ویلي چې له امریکایانو سره د جګړې کمول په دې مانا نه دي چې له افغان لوري سره به یې هم جګړه کمېږي. طالبانو په رسمي توګه ددغه سرچینو راپورونه تایید یا رد کړي نه دي.





























