د پروان د ترافیکو مدیر وایي چې پېښه د جنوبي سالنګ په پل خاکي سیمه کې شوې ده. دده په خبره په موټر کې د یوې کورنۍ پنځه غړي سپاره وو چې موټر له سړک وتلی له امله یې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي. نوموړي د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي په ګوته کړې ده. دغه موټر له مزار شریف ښار کابل ته پر لاره و چې یاده پېښه رامنځ ته شوې. د سالنګونو لار د خرابوالي او ګڼې ګوڼې له امله وخت ناوخت د ورته پېښو شاهده وي.





























