په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (یوناما) که څه هم له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت له نوښته ملاتړ څرګند کړی دی خو د فساد د معافیت ننګولو په برخه کې یې یو لړ اخیستل شوو ګامونو ته اشاره کړې او له دې ستونزې سره د مبارزې په برخه کې یې د څرګند پرمختګ پر اړتیا ټینګار کړی دی. په افغانستان کې د یوناما مشر تدامیچي یاماموتو ویلي، ملګري ملتونه د هغو حقوقي کړنلارو، پالیسیو او بنسټیزو پرمختګونو هرکلی کوي چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان لیدلوری پیاوړی کوي. سرچينې زياته کړې، ملګري ملتونه هغه امنیتي وضیعت درک کوي چې قاضیان او څارنوالان په کې فعالیت کوي او د عدلي او قضايي ادارو د کارکوونکو هدفي وژنې غندي. که څه هم د فساد پرضد عدلي مرکز وایي چې د فساد قضیو ته یې رسیدنه کړې، خو ملګري ملتونه یادونه کوي، چې دغه مرکز لا په لویه کچه د فساد په مخنیوي کې اغیزمن کار ندی کړی. د یاد سازمان په وینا افغان حکومت لا هم هغه کسان نه دي نیولي چې د فساد په لویو دوسیو کې لاس لري.