د اجراییه رییس عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله وایي، څو پورې چې په ټولو ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش پروسه بشپړه شوې نه وي کمیسیون دې لومړنۍ پایلې نه اعلانوي. د یادې ډلې یو تن غړي فضل احمد معنوي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي، که یو ولایت هم پاتې وي، د پایلو اعلان غیر قانوني دی او دوی له ټاکنو کمیسیون څخه هیله لري چې دا ستره تېروتنه تکرار نه کړي. د نوموړي په وینا، که د تقلب په تړاو د خلکو غږ ته چا غوږ ونه نیوه، خلک به یې پر وړاندې ودرېږي. نوموړي ټینګار کړی دی چې یوه تقلبي رایه هم ورته د منلو نه ده او خبرداری یې ورکړی دی چې که له دې وروسته هر څه پېښېږي پړه به یې د ټاکنو کمیسیون پر غاړه وي.





























