د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وایي، له دې سره سره چې له فساد سره د مبارزې برخه کې افغان حکومت خپلې هڅې زیاتې کړې دي خو په وینا یې، په دې برخه کې یې خپل ټاکلی هدف نه دی تر لاسه کړی. دانش نن په کابل کې د فساد پر ضد د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، د اطلاعاتو قانون ته لاس رسی، اطلاعاتو ته د لاس رسي کمېسیون او د حکومت لخوا د حساب ورکولو بهیر رامنځته کول، له مدني ټولنو څخه ملاتړ د حکومت د تر سره شویو اقداماتو څخه دي، خو په وینا یې؛ د افغان حکومت لخوا له یادو تر سره شویو اقداماتو سره سره حکومت له اداري فساد سره د مبارزې برخه کې هدف ته نه دی رسېدلی. د یادونې ده چې نن د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ هم له فساد سره د مبارزې برخه کې د افغان حکومت هڅې ستایلې دي خو زیاته کړې یې ده چې حکومت لا تر اوسه هغه کسان نه دي نیولي چې د فساد په لویو دوسیو کې لاس لري.





























