مریکايي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکا د جګړې په اړه ځینو محرمو اسنادو ته لاسرسی پيدا کړی دی. دغه ورځپاڼه وايي، دری کاله یې په قانوني توګه د دغو معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره مبارزه کړې، خو امریکایي حکومت همکاري نه ورسره کوله. په دې اسنادو کې له ۴۰۰ کسانو سره مرکې شوې دي. دوی هغه کسان دي چې په افغان جګړه کې یې برخه لرله او د دې جګړې په اړه یې خپل نظریات شریک کړي دي. دوی ویلي چې د جګړې په اړه یې معلومات نه لرل او ان پر دې هم نه پوهېدل چې د څه لپاره مبارزه کوي.
سره له دې چې د نړۍ ډېرو رسنیو په افغانستان کې د امریکا جګړه ناکامه بللې ده، خو اوس ان هغه کسان هم د امریکايي جګړې له ناکامۍ خبرې کوي، چې په دغه جګړه کې یې برخه لرله. واشنګټن پوسټ تازه دوه زره پاڼې اسناد پیدا کړي دي او په هغه کې په افغانستان کې د امریکايي جګړې په اړه ناویل شوې خبرې پرتې دي. په دغو اسنادو کې له هغو کسانو سره مرکې شوې، چې د افغانستان په جګړه کې یې برخه اخیستې وه او په اړه یې معلومات لري. په دې کسانو کې ډيپلوماټان، امریکایي جنرالان، د جګړې مرستندویه ډلې او ان افغان چارواکي هم شامل دي.
دوی ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي جګړې په اړه دروغ ورته ویل شوي دي او د دې جګړې پر حقیقت نه دي پوهېدلي. ان امریکایي جنرالان چې په دې جګړه کې یې مشري او قومانده لرله، هم د جګړې په اړه معلومات نه لري. امریکايي جنرال داګلاس لوت چې د اوباما او بوش د واکمنۍ پر مهال یې په افغانستان کې په جګړه کې مهمې دندې تر سره کړې ویلي، د جګړې په اړه یې معلومات نه لرل. هغه زیاته کړې: ((موږ د جګړې په اړه معلومات نه لرل. موږ نه پوهېدو ولې هلته جګړه کوو. موږ یو واضح تصویر نه درلود)).
د دې تر څنګ، یاده ورځپاڼه د اسنادو له مخې وایي چې امریکایي حکومت نه یوازې خپلو پوځیانو؛ بلکې امریکايي ملت ته هم د جګړې په اړه ناسم معلومات ورکړي یا یې دروغ ورته ویلي دي. سرچینه کاږي، امریکايي جنرالانو او پوځيانو تل په جګړه کې د بریا خبرې کړې دي، خو په حقیقت کې دوی ان د هغه څه په اړه هم معلومات نه لرل، چې د دوی په شاوخوا کې روان وو. ډېری امریکایي جنرالان او پوځیان دغه جګړه ناکامه بولي او پر دې باور دي چې په افغانستان کې د مډرن حکومت د جوړولو او ثبات راوستلو لپاره میلیاردونه ډالر بې ځایه لګول شوي دي.
واشنګټن پوسټ وایي، دا د امریکايي حکومت لپاره ستره پوښتنه ده چې ولې یې له واضح تصویر او موخې پرته زرګونه سرتېري په افغانستان کې مړه یا ټپیان شول. ورځپاڼه لیکي، ۷۷۵ زرو امریکايي سرتېرو په افغانستان کې په دوره يي توګه ماموریت تر سره کړی دی. په دغه جګړه کې تر ۲۴۰۰ پورې عسکر وژل شوي او ۲۰۵۸۹ امریکایي عسکر په افغانستان کې ټپیان شوي دي. واشنګټن پوسټ وايي، امریکايي حکومت باید د دغو تلفاتو او میلیاردونو ډالرو د لګولو په اړه ولس ته قانع کوونکی ځواب ولري.
امریکايي جنرالان پر دې باور دي چې د دوی سلګونه عسکر د معلوماتو د نه لرلو له امله وژل شوي او یا ښایي په یوه بې موخه او بې ګټې جګړه کې وژل شوي وي. ډوګولاس وايي: ((په جګړه کې ۲۴۰۰ کسان ووژل شول. لامل یې څه دی د څه لپاره؟ څوک ویلی شي چې د دوی مرګ بې ګټې و او په بې ګټې لار کې وژل شوي دي؟).
واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي چې په دغه ۲۰۰۰ مخه اسنادو کې له مهمو پوځي چارواکو او څارونکو سره خبرې شوې دي. له دې ډلې د ۶۰ په شاوخوا کې کسانو شهرت او معلومات دوی ته ورکړل شوي او د پاتې نورو کسانو شهرت د سیاسي او نظامي مسایلو له امله نه دي ورکړل شوی. تر دې وړاندې هم ډېرو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي وو، چې امریکايي عسکر په افغانستان کې په داسې یوه بې ګټې جګړه کې ښکېل دي، چې له ورایه پکې ناکام ښکاري. امریکا په افغانستان کې د خپلو ژمنو په عملي کولو کې چې پیاوړی ولسواک نظام جوړول، د ترهګرۍ ضد مبارزه، د نشه يي توکو مبارزه، د ناامنیو له منځه وړل او نور وو، بریالۍ نه شوه چې له همدې امله په نړیواله کچه له نیوکو سره مخ ده.





























